Together in Germany څه شی دی؟‌

«Together in Germany» – ټولنیز پلټفارم دی، چې په جرمني د ژوند په اړه ستاسو هرې پوښتنې ته پکې ځواب درکول کېږي.‌

په «Together in Germany» کې چې مخفف یې (TiG) دی، سره د خپلې ژبې او ټولنې له خلکو سره د لیدلو فرصت تر لاسه کوئ.‌ په دغه خوندي مجازي نړۍ  کې په جرمني کې د ژوند په اړه هر ډول پوښتنه کولی شئ، له یو بل سره خبرې وکړئ‌ او له نورو سره اړیکه ونیسئ. دا پلټفارم د نړۍ په نهمو ژبو پښتو، دري،‌ انګلیسي، آلماني، عربي، ترکي،‌ فرانسوي، روسي او اوکرایني ژبه د لاسرسي وړ دی.

 

د خبرو اترو ځای – یو ځای پیاوړي یوو!

که ناروغه شم، رییس مې له دندې لرې کولی شي؟ څه وخت د استوګنې دایمي اجازه اخیستلی شم‌؟ چېرته د ژبې کورس پیلولئ شم؟‌ ایا د کورونو لپاره له دولت څخه مرسته تر لاسه کولی شم؟‌

دا ډول یا هم دېته ورته نورې پوښتنې لرئ؟‌

نو د TiG د خبرو اترو ځای ستاسو لپاره دی!

دا هغه ځای چې په مستقیمه توګه د ټولنې له وګرو څخه د پوښتنو ځوابونه تر لاسه کولی شئ. که د ټولنې وګړي ونه شي کولی ستاسو پوښتنې ته ځواب ووایي نو د پلټفارم چلوونکي به ستاسو پوښتنې ته ځواب درکړي.

یا هم ممکن کومه ځانګړې پوښتنه ونه لرئ، خو د ټولنې له نورو وګړو سره د نظر تبادله وکړئ یا هم خپله پوهه او تجربې ورسره شریکې کړئ په دې صورت کې نوملیکنه وکړئ او لاس په کار شئ! 

 

TiG  درته د مستقیمې مشورې درکولو امکان برابروي!

ایا کومه ځانګړې پوښتنه لري؟ په دې صورت کې زموږ د TiG کارکوونکی تاسو په مستقمیه توګه تاسو له مسلکي مشاورینو ته ورپېژني. موږ تاسو له پوښتنو او ستونزو سره یوازې نه پرېږدو!

د TiG ټیم له د ټولنې لپاره له ټولنې څخه جوړ ټیم دی!

دا ټولنیز پلټفارم د یوه نړیوال ټیم له خوا اداره کېږي چې د قانون، ټولنیز چارو، کار، روغتیا، کورنۍ او زده کړو په اړه په پراخه کچه پوهه تر خلکو پورې رسوي.

کارکوونکي

یارا  المنيزل (Yara Almunaisel)

د انګلیسي ژبې چلوونکې

یارا په سویډن او سکاټلنډ کې د (نړیوالو اړیکو او سیاسي علومو) په برخه کې د شرقي ټولنې په برخه کې زده کړې کړې دي او لومړۍ کاري تجربه یې په فلسطین/اسرائیلو کې له څو ان جي او ګانو څخه تر لاسه کړې ده. له TiG څخه د کار کولو تر مخ یې د ټولنیز ې مرستندویې په توګه له ماشومانو او نویو ځوانانو په برخه کې کار کاوه چې د کډوالۍ رشته یې درلوده. یارا په په دواطلبانه توګه په برلین کې د فلسطین د هنر او فرهنګ تر عنوان لاندې په کلني فسټیوال کې فعالیت کوي.‌

 

گلشن فیال (Golshan Fayal)

د فارسي ژبې چلوونکې

ګلشن له TiG څخه مخکې د پناه غوښتنې او کډوالۍ په برخه د مشاورې په توګه د جرمني له سره صلیب او وروسته له trixiewiz موسسې سره کار کړئ دی.‌ ښځو ته د مشورې په برخه کې ډېره زیاته کاري تجربه لري او په دواطلبانه توګه د یوې فمینیسټي ټوکه غړې ده. د زده کړو په جریان کې د انګلیسي ادبیاتو په برخه کې د سیاسي تیوري علاقمنده شوې ده چې له هغه وخت تر اوسه پورې د انتقادي ادبیاتو په ژباړه بوخته ده.‌

 

دانیلا تسوبر (Daniela Zuber)

د جرمني ژبې چلوونکې

 دانیلا له TiG ټیم څخه له یو ځای کېدو څخه مخکې په Coburg  کې د ټولنیزو مرستو او زده کړو په برخه کې او همدارنګه د کډوالۍ په برخه کې د جرمني په برانډنبورګ کې د دیاکوني او کاریتاس د کډوالۍ په کمپونو کې د مشاورې په توګه دنده تر سره کړې ده.‌ په دواطلبانه توګه یې د کډوالو په اداري چارو کې له کډوالو سره مرسته کړې ده او د ماشومانو او نویو ځوانانو په دوه عامالمنفعه موسسو کې کډوالو ته انلاین او وړیا مشوره ورکوي.

 اسامه رمضان (Osama Ramadan)

اسامه رمضان

د عربي ژبې چلوونکی

اسامه په برلین او سوریه کې په اقتصادي علومو کې، مدیریت غیردولتي موسساتو کې چې په مدني ټولنه یې تمرکز و، زده کړې کړې دي. د TiG  له ټیم سره تر یو ځای کېدو د مخه یې د ادغام،‌ ټولنیز مشارکت او همدارنګه د زده کړو او دندې موندلو په برخه کې په مشوره ورکولو باندې بوخت و.‌ اسامه له ټولنیز/سیاسي مشارکت، د بشر حقونو او د بحراني حالت مدیریت یې خوښېږي.‌

 

 

سو پارلاک (Su Parlak)

د ترکي ژبې چلوونکې

سو د استانبول په Boğaziçi  پوهنتون کې د ټولنپوهنې په برخه کې لېسانس کړئ او همدارنګه ماسټري یې د برلین په ازاد پوهنتون کې د په اروپایي ټولنیو کې ټولنپوهنه په برخه کې کړې دي.‌ له فراغت وروسته، یې د Charité  ټولنپوهنې په انسټیټوټ کې په جرمني کې روغتیایي سیسټم ته د کډوالو د لاس رسي په برخه کې څېړنې کړې دي. سو په بېلابېلو انجیوګانو او موسساتو کې د کار تجربه لري چې ځینې یې په لاندې ډول دي.‌ مرکاتور بنسټ (Stiftung Mercator)، په برلین د ترکي ښځو ټولنه (Türkischer Frauenverein in Berlin e.V.,)، Kiron Open Higher Education for Refugees، اد یو ځای کېدو لپاره د ښځو نوښت(Women's Initiative for Solidarity)   Young Feminist Europe .‌

 

سوفی واد (Sophie Wade)

د فرانسوي ژبې چلوونکې

 

سوفي په اصل کې د سنګال ده، د کلن په پوهنتون کې یې د دکټرا تر کچې پورې د افریقایي ژبو او فرهنګونو په برخه کې زده کړې کړې دي. په ۲۰۱۹ز کال کې برلین ته راغلې ده او دلته یې د لونام مجلې په نوم کار پیل کړ. همدارنګه یې د “Space2groW” په نوم له پروژې سره د ادغام په برخه کې مرسته کوله.‌ سوفې د دې هر څه تر څنګ د پروګرامونو په جوړولو باندې هم بوخته وي په ځانګړې توګه د کډوالو او کډوالۍ په اړه چې کوم بحثونه کېږي.‌

د پروژې همکاران

الونا بچیرای (Elona Beqiraj)

الونا د سیاسي علومو محصله ده، چې له TiG  سره د عمومي اړیکو او نیټورکېنګ په برخه کې همکاري کوي. هغې د لیکوالې په توګه د خپلو شعرونو په ټولګه کې چې نوم یې (und wir kamen jeden sommer) او موږ به هر پسرلی راتللو په نوم له جرمني سره زموږ تعلق او نه تعلق په ډېره ښکلې توګه تصویر کړئ دی. همدارنګه هغه له نژادپرستی سره د مبارزې په برخه کې هم فعالیت لري او اوس هغه د یوې داسې هنري پروژې په پلي کولو باندې د Gorki X پلټفارم لپاره بوخته ده چې ماکسیم ګورکي په تیاتر کې به تر سره کېږي چې د NSU ډلې د جنایتونو په اړه باندې ده.‌

 

مژگان احراری (Mosjkan Ehrari)

د پروژې مشره

مژګان احراري يوه ژورنالېسته او فلم جوړوونکې ده. هغې خپل ژورنالستيک کار له (RBB) راډيو سره پیل کړ او د هغه په دوام يې څو کاله د سمونګرې، راډيويي ليکوالې او آزادې بهرنۍ خبريالې په توګه کار وکړ. هغې په جرمني، آذربایجان، ايران، افغانستان او يونان کې د فلم جوړولو څو پروژې پر مخ وړې دي او د مستند فلم جوړوونکې په توګه په جرمني او نورو هېوادونو کې خپلې نظريې پلې کوي.
د RBB/ARD لپاره په دېرش دقيقه‌يي راپورونو کې هغې په ټولنيزو او سياسي ارزښتونو موضوعاتو تمرکز درلود. د ډايرکټرې او ويډيوژورنالستې په توګه هغې د بېلابېلو بنسټونو، ادارو او انجيوګانو لپاره د پروژو مفکورې وړاندې کړې او پلې کړې دي.
د لکچر ورکوونکې او روزونکې په توګه مژګان خ‍پل نظريات پهGoogle News Lab  او  NDM کې د روزنو په ګډون په بېلابېلو سمينارونو کې وړاندې کړي دي. هغه د زدکړو د فدرالی سازمان لپاره د ويډيويي سياست او رسنيزو زدکړو د معيارونو په برابرولو کې مرسته کوي او په منهايم کې د ټولنيز هنر له مرکز سره هم همکاري لري. 

سونیا وارگاس  (Sonia Vargas)

د ای ټي برخې مسووله

سونیا په کلمبیا کې زېږېدلې ده. په ۲۰۰۲ز کال کې برلین ته راغلې ده، دلته یې د برلین په آزاد پوهنتون کې د لاتینې امریکا د قوم پېژندنې په برخه کې خپلې زده کړې کړې دي او وروسته یې بیا د څلورو کلونو لپاره د پناه غوښتونکو په کمپ کې د خیریه فعالیتونو په برخه کې د مسوولې په توګه کار کړئ دی. څو کاله مخکې یې پدې موخه چې د پام وړ پروژو ته لاسرسی پیدا کړي د ډیجیټلي بدلونو د مدیریت په برخه کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړئ.‌ سونیا د ډییجیټلي لاسرسي په برخه کې مشاروې په توګه په غیردولتي سازمانونو کې کار کړئ‌ دی هغه د ۲۰۲۲ز کال له سپټمبر میاشتې راپدېخوا د TiG د پروژې فني مدیره ده.‌

 

شوب پانوالا (Shubh Panwala)

محصل

 شوب په براندنبورګ کې د کمپوټر ساینس په برخه کې زده کړې کړې دي او زموږ ټیم سره د ای ټي په برخه کې مرسته کوي.‌

الچین ییلماز (Elcin Ylmaz)

محصله

ایلچین په استانبول کې د راډیو، فلم او ټلویزیون تولید زده کړې او اوس مهال په سټوټګارټ کې د بصري اړیکو زده کړه کوي. د هغې په مطالعاتو کې، ایلچین د اجباري مهاجرت، مهاجرت، جنسي او جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی، هومو فوبیا، ټرانسفوبیا او د جنډر سټیریوټایپونو په څیر مسلو سره معامله کوي. د هغه هدف دا دی چې د هغه په ​​​​کارونو کې د تاوتریخوالي واقعیتونو په افشا کولو سره د داسې منع مضامینو په اړه د پوهاوي لوړولو کې مرسته وکړي. په خپل فارغ وخت کې، هغه د هنر درملنه زده کړه او غواړي چې زده کړي چې څنګه د مظلوم خلکو لپاره خوندي ځای چمتو کړي ترڅو خپل ژور فکرونه او احساسات څرګند کړي. په TiG کې د ایلچین مسؤلیت د پلیټ فارم ډیزاین او عامه اړیکو په برخه کې دی.