په مجازي نړۍ کې اصول او شرایط (نټیک)

 

ټولنیز پلټفارم ته ښه راغلاست، چېرې چې تاسو د نړۍ په اتو ژبو د ټولنې له نورو وګړیو سره نظرونه شریک او له یو بل څخه پوښتنې کولی شئ. په جرمني کې که د ژوند په اړه هر ډول پوښتنه لرئ دلته یې ځواب موندلی شئ او همدارنګه د نورو خلکو پوښتنو ته ځواب او مالومات ورکولی شئ.

یو خوندي او د ډاډ‌ ور ځای وي، هیله ده چې لاندې لارښوونې او اصول مراعت کړئ. 

ته توهین به په هېڅ ډول ونه زغمل شي.‌ موږ به ټول نفرت خپرونکي کمنټونه او حسابونه ړنک یا هم له منځه یوسوو. د نفرت خپرونکو خبرو څخه زموږ موخه لاندې شیان دي:‌

  • په انټرنټ باندې د خلکو توهین کول
  • نفرت خپرولو ته د خلکو دعوت یا هم ځانګړې ډلې ته توهین یا هم تحقیر کول
  • د داسې مطالبو خپرول چې ځانګړې ډلې او خلکو ته پکې توهین کېږي
  • د فحشا، توهین څخه ډک ټول موارد
  • داسې پوسټونه چې د چا شخصي حریم ته پکې زیان رسېدلی وي

هېڅ چاته باید توهین ونه شي، له جعلي هویت څخه ګټه مه اخلئ، د شخصي مالوماتو لکه نوم، تخلص،‌ د زېږېدو نېټه، د خپل او نورو کسانو له خپرولو څخه په جدي توګه ډډه وکړئ.

د داسې انځورونو، ویډیوګانو،‌ غږیزو پیغامونو او سافویورو له خپرولو څخه په جدي توګه ډډه وکړئ چې د مالکیت حق تر پښو لاندې کوي.

زموږ جمع ته درناوی وکړئ د اعلاناتو او غلتو مالوماتو له خپرولو څخه په جدي توګه ډده وکړئ.‌

جعلي او ناسم مالومات مه خپروئ.‌

له درناوي، مرستې او همغږۍ ډک مالومات تل زموږ په مالوماتي پلټفارم کې لیکلی شئ.‌ هیله ده داسې لیکنونه خپاره کړئ چې له ګټورو مالوماتو سره زموږ لیدوونکی وصل کړي. د دې تر څنګ موږ مسلکي او ډاډمنې مشورې ته اړتیا لرو.‌ سربېره پردې انسان له تېروتنې خالي نه دی،‌ ښایي ځینې وخت زموږ مشوره ورکوونکي‌ هم تېروتنه وکړي. هیله ده چې بښنه وکړئ او د لا اغېزمنې او له درناوي ډکې اړیکې د رامنځته کولو لپاره له یو بل سره مرسته وکړو.‌

ټول هغه مالومات او مطالب چې د خبرو په مینو کې د خلکو د ازار او ځورونې سبب کېږي هغه زموږ له خوا لرې کېږي.‌ د دې پلټفارم کاروونکي د هېڅ‌ ډول قانوني‌ او حقوقي حق لرونکي‌ نه دي،‌ چې مطالب یې باید خپاره شي. هغه کاروونکي چې په دوامداره توګه له تبعض او خشونت څخه ډک مالومات او پوسټونه خپاره کړي، له پلټفورم څخه به د لنډې مودې لپاره بند کړل شي په ځینو جدي مواردو کې مو ممکن اکونټ بېخي له منځه یوړل شي.‌

که تاسو دلته وځورول شئ او یا هم ستاسو پر وړاندې داسې پوسټ وشي چې ستاسو د ځورونې سبب شي،‌ هیله ده چې د مشورې کوونکي ټیم له غړیو سره یې شریک کړئ او یا هم موږ ته ایمیل ولېږئ.‌ موږ ټول شکایتونه جدي څارو او په اړه به یې پرېکړه وکړو.