ژبي زده کړه او کار

hemat • 18 جولای 2023
2 comments
0 لایکونه

 سلام عليکم: ما اول له بمف څخه د ژبي کورس غوښتنه وکړه له ډير انتظار وروسته جواب رانکړ بيا مي دکار غوښتنه وکړه کار له شروع کولو وروسته راته بمف کورس اجازه هم راکړه . زه دشپي کار کوم دي ورځي پس له غرمي کورس هم تعقيبولي شم ايا زه ددي اجازه لرم چي فول سايت کار سره ژبی کورس هم ووايم. که بمف راڅخه کورس فيس وغواړي هغه هم ورکوم. هيله کوم پدي اړه که .معلومات راکړي 

 

 

 

 

Kategorie
نور

ځوابونه (2)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم!

دا ډېره ښه خبره ده چې هم کار کوئ‌ او د دې تر څنګ مو د ژبې د کورس د پیل اجازه هم تر لاسه کړې ده. بلې له فول ټایم دندې سره هم د ژبې کورس ویلی شئ، که مو عاید له ۲۴۰۰ یورو څخه ډېر وي بیا ممکن درنه خاصه فیصدي فیس هم وغوښتل شي خو که دغې اندازې کم وي نو بیا له تاسو څخه د کورس فیس هم نه غوښتل کېږي.

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې موږ ته ولیکئ.‌
په درنښت!

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.