زه یو کلن اسناد لرم خو کیس می رد خوړلب

Sahib Noor • 29 جون 2023
3 comments
1 خوښول

سلامونه هیله ده چی یو خه اختر به ولری زما پوښتنه ده چی ماته یی یو کلن اسناد راکړل خو زما کیس یا د پنا غوښتنی قظیی می رد خوړلی اوس سه وکړم خپل کیس ته می هر څه ثبوتونه شته او ځینی می ورته سپارلی هم وه خو بیا یی کیس ته رد وکړی او اسناد یی یو کلن راته لیګلی اوس مخکی سه وکړم

ځوابونه (3)

Moderation

سلامونه ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.‌

د کومې مادې په اساس یې تاسو ته یو کلن اسناد درکړي دي؟ که ستونزه نه وي کولی شئ نوم یې راته ولیکئ چې څه ډول اسناد یې درکړي دي؟ که یو کلنه قبولي مو تر لاسه کړې وي د استوګنې دا اجازه بیا ځلي هم تمدیدېږي نو که ژبه زده کړئ او کار وکړئ‌ ممکن په راتلونکي درته یوه ښه او له ټولو حقونو څخه برخورداره د استوګنې اجازه تر لاسه کړي.‌

که لا هم پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.‌
په درنښت

Sahib Noor

منننه د پناغوښتنی د ۴ برخی او ۱ فقری لمخی مشروط خوندیتوب یی راکړی اوس نه پوهیګم مخکی سه وکړم د ایدی کارت بایومتریک سنګه وکړم غواړم کار هم شروع کړم او د کار په څنګ کی کورس ته لاړ شم

Moderation

سلامونه!

فرعي خوندیتوب یې چې درکړئ‌ دی نو تاسو د ژبې د کورس او همدارنګه د کار کولو اجازه لرئ. د بایومتریک لپاره د خپل ښار له اوسلنبهورډې په نوم له ادارې سره په تماس کې شئ او همدارنګه د کار د اجازې سند یې که له ایډي کارټ سره در نه کړ بیا نو تاسو اړ یاست چې د کار د اجازې لپاره بیا هم د خپل ښار له اوسلنبهورډې ادارې سره په تماس کې شئ‌،‌ هغوی دا اجازه درکوي.‌

په درنښت

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.