تحصيلي اسنادو رسمي کوول

SM • 26 جون 2023
1 comment
1 خوښول

 

سلام علیکم

زه تقريباً 5 مياشتې کيږي جرمنی  په برانډنبورګ ایالت کې ژوند کوم. زه د زراعت څخه فارغ يم اوس غواړم چې خپل تحصیلی اسناد دلته رسمي کړم. ستاسو د همکارۍ په هیله.

ځوابونه (1)

Moderation

سلامونه ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.‌

د بهرنیو سندونو د رسمي کولو لپاره په جرمني کې ګڼې ادارې شته او د دې تر څنګ که غواړئ په کوم ځانګړي پوهنتون کې زده کړې وکړئ اکثره وخت هغوی هم له تاسو سره د سندونو په رسمي کولو کې مرسته کوي. زه یې دلته ټوله پروسه درته تشریح کوم لومړی دا که له جاب سنټر څخه پیسې اخلئ هغوی باید خبر کړئ چې بیا یې د رسمي کولو لګښتونه هم هغوی په غاړه واخلي، ځینې وخت که هغوی خبر نه کړئ بیا یې ممکن د رسمي کولو لګښتونه در نه کړي.
په جرمني کې د ښوونځيو، اکاډميکو زدکړو او حرفوي روزنې د اسنادو رسمي کول ممکن دي او د هرې څانګې لپاره د سندونو د رسمي کولو لارې بېلې دي:
· د ښوونځيو د فراغت سندونه: په ځينو ايالتونو کې د ښوونځي د فراغت سندونه د سندونو د رسمي کولو د سيمه‌ييزو ادارو (Zeugnisanerkennungsstellen) له لوري رسمي کيږي. د دې ادارو د څانګو موندلو لپاره په انلاين بڼه د (anabin) په نوم د مالوماتو بانک ته ورشئ. که غواړئ په جرمني کې لوړې زده‌کړې وکړئ؛ په اړوند پوهنتون کې هم د خپلو سندونو د رسمي کولو غوښتنه کولای شئ.
· د اکاډميکو اسنادو تاييد د بهرنيو زدکړو مرکزي اداره (Zentralstelle für ausländisches Bildungswesen) کوي. دا اداره د (anabin) په نامه د مالوماتو بانک لري چې په مرسته يې کولای شئ خپل پوهنتون يا د لوړو زدکړو مرکز د جرمني له معيارونو سره پرتله کړئ. دې ادارې ته د سندونو د رسمي کولو لپاره په مخامخ ډول ورشئ او غوښتنه وکړئ. د زياتو مالوماتو لپاره د دوی پر وېبسایټ د (Zeugnisbewertung) برخه ولولئ.
· د حرفوي روزنې د اسنادو د رسمي کولو لپاره د (Anerkennungs-Finder) پر وېبسایټ د خپل مسلک اړوند د سندونو رسمي کولو يوه څانګه ومومئ. هلته کولای شئ په مخامخ ډول د خپل مسلک نوم ورکړئ او يا له الف څخه تر يا پورې د مسلکونو له کته‌ګوريو څخه يوه غوره کړئ. وروسته به تاسې ستاسې اړوند د سندونو د رسمي کولو څانګه وښودل شي.
که لا هم پوښتنه لرئ کولی شئ راته یې ولیکئ.‌
په درنښت

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.