کورنیو یو ځای کیدل

sharafatullah.haqyar • 1 جولای 2023
1 comment
0 لایکونه

سلامونه او احترامات په دی هیله چی جوړ اوسی ما په جرمنی کی دری کلنه سیاسی قبولی اخستی ده زه غواړم فامیل می راولم دلته ښځه او بچی می په دی هم پوهیږم چی باید تر دریو میاشتو پوری درخواست وړاندی کړی مګر زه دا وایم چی دا درخواست به سنګه کوی انلاین فوری دی د مهاجرینو دفتر کی فورمی ورکوی  او که نوری فورمی دی هغه به ډکوی

نو وروره زه اول سه وکړم د شروع تر دا موقع رانه میس نه شی سومره چی زه فکر کوم وایی اول د ماشومانو او ښځی نومونه تاریخ تولد اخلی کله ستا اسناد جوړ شول بیا نوری مرحلی مخ ته بوځی 

مننه وروره کور ودان 

ځوابونه (1)

Moderation

سلامونه ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم!

جرمني ته د کورنۍ د غړو د راتلو لپاره بايد د کورنۍ غړي په اړوند هېواد يا سيمه کې د جرمني سفارت يا کونسلګرۍ ته په خپله د کورنۍ له غړو سره د يوځای کېدو غوښتنه وړاندې کړي. دوی بايد هلته وخت ونيسي او ټول اسناد له ځان سره ولري.

تاسې په خپله هم بايد د بهرنيانو ادارې (Ausländerbehörde) ته د کورنۍ د غړو راوستلو په اړه خبر ورکړئ. دا کار د فکس يا انلاين وېبسایټ په وسيله کېدای شي. دې پيغام ته د مهلت خبرتيا (fristwahrende Anzeige) وايي. په ياد مو وي چې د فکس يا انلاين خبرتيا له ځوابه ځان ډاډه کړئ او له قبولۍ وروسته د دريو مياشتو په دننه کې اقدام وکړئ.

هغه کسان چې د پنا له ترلاسه کولو وروسته د درې مياشتو په دننه کې غوښتنه وړاندې کړي؛ دوی به د کورنۍ له امتيازي يوځای کېدلو (privilegierter Familiennachzug) برخمن شي. هغه کسان چې د پنا له ترلاسه کولو وروسته د درې مياشتو په دننه کې غوښتنه وړاندې کړي؛ دوی به د کورنۍ له امتيازي يوځای کېدلو (privilegierter Familiennachzug) برخمن شي. ښه به وي چې په دې اړه مخکې له مخې مشوره ترلاسه کړئ. په خپل ښار کې د ځینې مشورتي ادارو سره دا مسله شریکه کړئ هغوی له تاسو سره په دې برخه په بشپړه توګه مرسته کوي.‌

د کورنۍ له غړو سره د يوځای کېدنې له غوښتنې له ترلاسه کولو وروسته به د جرمني سفارت دا غوښتنليک په جرمني کې د بهرنيانو د تنظيم اړونده ادارې (Ausländerbehörde) ته ولېږي. دا اداره به غوښتنليک وارزوي او بېرته به ځواب ورکړي. دا پروسه ډېر وخت څو مياشتې او کله ناکله له يوه کال زيات وخت نيسي. که ځواب مثبت وي؛ دوی به ويزا ترلاسه کړي او ستاسې سره به په جرمني کې يوځای شي. البته په ياد مو وي چې دلته له رارسېدو وروسته سملاسي بايد د کورنۍ پنا (Familienasyl) او اوسېدو د اجازې غوښتنه وکړي.

که لا هم پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.‌
په درنښت

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.