جرمني ژبې کورس

Shabir Salimi • 7 جولای 2023
1 comment
0 لایکونه

ښاغلي @rafiqkhan.19 دغه پوښتنه کړې ده.

 زه د دوو مياشتو راهيسي په جرمني برلین ښار کې يم او اوس مهال په کيمپ کې يم

پوښتنه دا ده چې څنګه کولاي شم چې د جرمني ژبې  زده کړې کورس شروع کړم اګر چې د سوسیال له خوا د ژبې د زده کړې فورم هم راکړل شوې دی خو چې دا فورمه چيرته او کوم ځای ته یوسم او څنګه کار مخته یوسم نه پوهېږم که پدې برخه کې په تفصيل سره معلومات راکړل شي 

مننه

ځوابونه (1)

Moderation

rafiqkhan.19

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.‌

دا چې سوسیال د ژبې د زده کړې فورمې تاسو ته سپارلې دي نو بېرته هغوی ته دا فورمې سپارلی شئ او د کورس په پیلولو کې درسره مرسته کولی شئ. که چېرې په انټګراڅيون کورس کې د ګډون اجازه لرئ او په ترسره کولو يې مکلف یاست؛ د بهرنيانو چارو د ادارې (Ausländerbehörde)، جاب‌سنټر يا کار له ادارې څخه د وړتيا يو سند (Berechtigungsschein) ترلاسه کړئ خو تاسو ته یې باید د سوسیال اداره درکړي. د دې سند په مرسته په خپله د ژبې د زده‌کړې په کورسونو کې ځان ثبتولای شئ. ستاسې د سيمې اړوند د بهرنيانو چارو اداره يا جاب‌سنټر کولای شي تاسې ته د ښوونځيو لست درکړي. د دې تر څنګ د بمف يا KURSNET په پلټونکو پاڼو کې هم يو کورس موندلای او غوره کولای شئ.
که د وړتيا اړوند سند ترلاسه نه کړئ؛ کولای شئ بمف ته په دې اړه يوه غوښتنليک ولېږئ. دا غوښتنليکونه په جرمني يا ځينو نورو ژبو د بمف له وېبسایټ څخه کښته کولای شئ. پر دې وېبسایټ همدا شان هغه پته هم موندلای شئ چې بايد دا غوښتنه ورته ولېږل شي. بمف به وروسته خپله پرېکړه وکړي چې تاسې ته دا اجازه درکړي او که نه. دوی به د خپلې پرېکړې په اړه تاسې ته ليک وليږي. که مرستې ته اړتيا لرئ، کولای شئ د ځوانو مهاجرو خدمتونو (Jugendmigrationsdienst) او لويانو مهاجرو مشورتي مرکزونو (Migrationsberatung für Erwachsene) پر وېبسایتونو يوه مشورتي‌ اداره ومومئ.

يادونه: د ادغام په کورس کې له نوم ثبتولو وروسته بايد هر څه ژر دا کورس پيل کړئ. د دې کار لپاره يو کال وخت لرئ. له هغه وروسته د اغام د کورس لپاره درکول شوی سند اعتبار نه لري. که د ادغام د کورس په جريان کې له يو کال زياته وقفه واخلئ، بيا هم د درکول شوي سند اعتبار ختميږي.

له لا هم پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.
په درنښت،

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.