څنګه کولای شو چې تحصيلي ويزه ترلاسه کړو؟

king Sam • 27 فبروري 2024
1 comment
0 لایکونه

 

سلامونه او نیکی هیلې مي ومني

زه د الماني ژبې د ای ۱ سند هم لرم کوم چې مي له ګويته انستيتوت څخه ترلاسه کړې دي ما د جرمني ژبې ادبيات لوستلي دی یعني تر ليسانس کچې پورې ذده کړې مي د جرمني ژبې کې کړي په افغانستان کې اوس غواړم چې خپله ماسټري په المان هېواد کې بشپړه کړم څنګه کولاي شم چې د المان هېواد تحصيلي ويزه ترلاسه کړم.

که ستاسو لارښود وي او يا هم کوم مشورتي دفتر ادرس وي په المان کې که راته يي په ګوته کړي ښه به شي.

مخکې له مخکې مننه

​​​

ځوابونه (1)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر اېن جرمني وبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.‌

د جرمني هېواد د تحصلیي ویزې د اخیستلو لپاره بېلابېلې لارې شته.‌
لومړی: که چېرې د جرمني هېواد دولتي بورسونه تعقیب کړئ،‌ چې د کال په یوه ټاکلې موده کې اعلانېږي‌، که بریالي شئ دا هم په جرمني کې د زده کړو د دوام لپاره ښه فرصت دی. د جرمني هېواد دولتي بورسونه چې د DAAD په نوم دي کولی شئ په اړه ټول مالومات د ګوګل له لارې ومومئ زه به یې لېنک هم دلته درسره شریک کړم.

https://www.daad.de/en/

دویم: که غواړئ چې په شخصي لګښت باندې جرمني راشئ، لومړی باید دلته د پوهنتون سره په تماس کې شئ، چې په جرمني کې د هر پوهنتون پر ویبپاڼې باندې د هغوی د اړیکو شمېره او ایمیل موجود وي. کولی شئ‌ هغوی ته خپل تحصلیي سندونه ولېږئ که چېرې مو هغوی قبول کړي او توافق ته سره ورسېږئ نو باید د جرمني په سفارت کې د ویزې د تر لاسه کولو لپاره اپلای وکړئ چې هغوی مو بیا اسنادونو ته په کتلو سره ویزه هم درکوي.
خو څو شیان باید په یاد ولرئ، هغه دا چې که په جرمني کې غواړئ‌ په خپل لګښت باندې زده کړې وکړئ،‌ د دې تر څنګ چې باید د پوهنتون فیس ورکړئ، باید جدا له هغې څځه یو بلاک اکونټ دلته‌ په خپل نوم جوړ کړئ چې تر ۱۲۰۰۰یورو باید پکې وي، تر څو بیا د خپل ژوند لګښتونه دلته په پوره کړئ. خو که جرمني ته راشئ اوس د نوي قانون له مخې کولی شئ‌ کار هم وکړئ او زده کړو ته هم دوام ورکړئ. که د جرمني ژبې د زده کړې لوړ سند ولرئ‌ بیا کېدای شي‌ داسې پوهنتونه هم پیدا کړئ چې له تاسو څخه هېڅ‌ ډول فیس وانخلي، یوازې باید بلاک اکونټ‌ ولرئ.

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ، هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ. خوشحاله به شم چې مرسته درسره وکړم.

په درنښت،

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.