د تحصیلی ویزی ترلاسه کول

almas@ • 3 فبروري 2024
2 comments
0 لایکونه

سلام وروره 
زما یو دوست دی او فعلآ په افغانستان کی اوسیږی ،هلته یی د لیسناس تر کچی زدکړی کړی دی اوس یی دجرمنی هیواد مربوط یو پوهنتون کی اډمیشن لیټر تر لاسه کړی دی او ټول اړین قانونی اجراات یی کړی دی.
  د المان ویزی د ترلاسه کولو دپاره یی د جرمنی سفارت چی په اسلام اباد کی دی په   27/11/2023 نیټه د ملاقات وخت ونیوه خو د تایید په ایمل کی یی  12میاشتی وخت ورکړی په داسی حال کی چی د دوی سمستر په May-2024 کی شروع کیژی,
پوښتنه داده چی ایا کومه قانونی لاره شته ترڅو د سفارت د ملاقات نيټه را مخکی کړی ؟
 او یا د همدی کار لپاره د کوم وکیل ګمارل اړین دی؟
  که چیری وکیل ګمارل کیدی شی نو بیا له کومی لاری کولی شم چی یو وکیل ورته پیدا کړم 
مخکی له مخکی مننه وروره

ځوابونه (2)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.‌

متاسفانه په پاکستان او ایران کې له دولسو میاشتو څخه نیولې تر دوه کلونو پورې انټریو وخت نیسي، دا موده ډېره زیاته ده. اما متاسفانه هلته بیروبار دی، چې دوی نه شي کولی پر وخت خلکو ته د انټریو لپاره وخت ورکړي. باید د دې موضوع په اړه هغه پوهنتون ته خبر وکړي چې دوی پکې داخله اخیستې ده او دا ستونزه باید مخکې له مخکې ورسره شریکه کړي.
او د دې تر څنګ متاسفانه داسې هېڅ لاره نشته، چې دوی ته مخکې وخت ورکړي او وکیل نیول هم مرسته نه شي کولی. خو د پوهنتون اداره باید د دې ستونزې په اړه خبره کړي، تر څو هغوی مخکې له مخکې په جریان کې وي، ممکن پوهنتون ورسره څه مرسته په دې برخه کې وکړلی شئ اما متاسفانه په شخصي توګه یا هم د وکیل لاره هېڅ مرسته نه شي تر لاسه کولئ‌ پرته له دې چې په تمه شي.‌

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ، هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.

په درنښت،‌

سلامونه او نیکی هیلې مي ومني الماس جانه وروره که کيږي دغه ستاسو دوست چي کوم طې مراحل کړي که ددي لارښوونه راته وکړي احسانمد به مو شم.....

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.