د کور کرايه کول

Zahid HasAnd • 7 مې 2024
1 comment
0 لایکونه

سلامونه هيله ده ټول به ښه ياست 

څو پوښتنې لرم هغه دا چې زه اوس غواړم يو کور کرايه کړم د کار قرارداد مې کړي خو لا تر اوسه مې تنخوا نه ده اخیستی خو زه څنګه کولاي شم چې د دري مياشتو د پيسو د اخيستلو رسيد يا بيل ورکړم 

د کور مالک ته ورکړم؟

او بله پوښتنه زه اوس د جاب سنټر اړوند يم او غواړم بل ښار ته لاړ شم هغه ښار د ميسن ولسوالۍ اړوند نه دي ايا جاب سنټر ماته هلته کور يا دولتی هايم کې ځای پيدا کولي شې چې د کار قرارداد ورته وښايم ؟

د کور پيدا کولو کې که تاسو لارښوونې وکړئډېر به ښه وي .

په درناوي 

 

ځوابونه (1)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.‌

دا چې د کار مو یوازې یوه میاشت کېږي باید په تمه شئ چې تر څو تاسو ته د درېیو میاشتو معاش راشي او بیا هماغه رسید د کور څېښتن نه ورښیئ. له دې پرته متاسفانه بله لاره نه لري د معاش له راتلو وروسته بیا تاسو ته هغه رسید درکول کېږي. او د دې تر څنګ که چېرې کار ولرئ بیا نو متاسفانه جاب سنټر له تاسو سره د کور په پیدا کولو او یا هم د هایم په درکولو کې مرسته نه شي کولئ. 

او د ښار د بدلولو په اړه باید درته ووایم، که چېرې مو کار په هغه بل ښار کې وي، چې تاسو غواړئ ضځان ورته تبدیل کړئ بیا کولی ښار مو بدل کړئ‌ او همالته ځانته کور پيدا کړئ اما متاسفانه جاب سنټء د کار او هایم په درکولو کې مرسته نه شي کولی.‌

 

انلاین ډېر اپیلیکشنونه شته، چې په وړیا توګه یې کارولی شئ هغه له تاسو سره د کور په موندلو تر ټولو ښه مرسته کولی شي. او د دې تر څنګ که ځینو مشهورو شرکتونو ته چې خلکو ته کورونه په کرایه ورکوي هغوی ته ایمیل وکړئ ښایي دا تر ټولو ښه لاره وي. او د دې تر څنګه په کار ځای کې همکارانو او همدارنګه ملګرو ته ووایئ چې تاسو د کور په لټه کې یاست ممکن ځینې وخت دا کار هم د کور په موندلو کې مرسته درسره وکړي.‌

 

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ، هیله ده چې دلته راته ولیکئ. 

په درنښت،‌

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.