د فرصت کارت

shinwari • 16 مې 2024
1 comment
0 لایکونه

سلامونه ،څنګه کولی شو چې په بهر کې (تهران یا اسلام اباد) کې د فرصت کارت غوښتنه وکړو ؟

یا اول د ماهر کارکوونکي په توګه د ویزې غوښتنه کیږي ؟

مننه

ځوابونه (1)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم!

هو دا غوښتنه کولئ شئ‌ خو باید لاندې شرطونه پوره کړئ.

د فرصت کارت څه ته وايي؟

د فرصت کارت د استوګنې يو ډول اجازه ده چې ماهرو يا متخصصو کارکوونکو ته ورکول کيږي. د دې کارت له مخې به په مسلکي وړتیاو سربیره، د ژبې مهارتونه، مسلکي تجربه یا عمر په شان نورو معیارونو لپاره هم نومرې (Punkte) ورکړل شي. د فرصت کارت ترلاسه کولو لپاره، تاسو باید لږترلږه شپږ نومرې ترلاسه کړئ. د فرصت کارت په ځانګړي ډول د کار لټون لپاره کارول کیږي او له بهر څخه يې هم غوښتنه کیدلی شي. دا کارت د تړاو يا پل په توګه هم کارولی شئ: که څوک په جرمني کې کار کوي او د کار له لاسه ورکولو سره د استوګنې اجازه هم له لاسه ورکړي، دا کارت ترلاسه کولی شي.

دا کارت یوازې تر یو کال پورې د لنډې مودې لپاره ورکول کیږي. په سختو شرایطو کې ښايي دا موده تر ۲ کالونو پورې وغځيږي. د دې کارت ګټه دا ده چې تاسې اړتیا نه لرئ چې جرمني ته له راتګ د مخه دندې ځانګړی وړانديز ولرئ، او له کار پرته د استوګنې اجازه ترلاسه کولی شئ. اصلي مسله د ژوند د لګښتونو پوره کولو مکلفیت دی. د دندې د لټون پر مهال په اونۍ کې د شل ساعته کار کولو اجازه هم لرئ.

د فرصت کارت ترلاسه کولو لپاره دوې لارې شته:

  1. د درېیم هیواد هغه وګړي چې د استوګنې قانون د ۱۸ پراګراف درېيم بند سره سم ماهر کارکوونکي (Fachkräfte) ګڼل کیږي، پرته له کوم ځانګړي اضافي شرط څخه د فرصت کارت ترلاسه کولی شي. د دې لپاره چې یو ماهر کارګر وګڼل شئ، باید ثابته کړئ چې ستاسې بهرني مسلکي یا د پوهنتون د فراغت سندونه په جرمني کې رسمي شوي دي.
  2. که تاسو مسلکي يا ماهر کارکوونکي نه یاست، باید د جرمني ژبې (A1) یا د انګلیسي ژبې لومړني مهارتونه B2 ولرئ؛ د نومرو په سیسټم کې لږترلږه شپږ نمرې ترلاسه کړئ او د لاندې معیارونو څخه یو پوره کړئ:
  • د بهرني پوهنتون د فراغت سند لرئ؛ يا
  • مسلکي روزنه لرئ چې لږترلږه دوه کاله يې دوام کړی وي او سند يې د روزنې په هېواد کې رسمي شوی وي؛ يا
  • د روزنې داسې سند لرئ چې په بهر کې د جرمني د سوداګرۍ خونې لخوا تاييد شوی وي.

يادونه: تاسې باید د بهرنیو زده‌کړو مرکزي دفتر (ZAB) تایید ولرئ چې ښکاره کړي په بهر کې ستاسې مسلکي زده‌کړو لږترلږه دوه کاله دوام کړی دی. تاسې باید د دې پروسیجر لګښت پخپله ورکړئ. ZAB باید تاسو ته دا هم تایید کړي چې ستاسې مسلکي سند یا د پوهنتون سند په هغه هیواد کې د دولت لخوا په رسميت پیژندل شوی، چیرې چې تاسې خپل مسلکي سند یا د پوهنتون سند ترلاسه کړی وي (§ 20a Abs. 4 Satz 5 AufenthG-E).

 

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.‌

په درنښت

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.