زما نوم عبدالوهاب دى
زما پوښتنه ده
ما تقريبا ١٧مياشتى مخکى ٣ کلن اسناد اخستى او تقريباً ١٦مياشتى مخکى مى د خپل فاميل راوړلو لپاره په تهران کى د ترميم لپاره نوم ليکنه کړي خو تر اوسه ما ته ترميم نه دى راغلى زه بايد اوس څه وکړم مننه
بله غوښتنه لرم
زما په تهران کى د جرمني سفارت هغه لينک په کار دى په کوم کي هغه کسان چى په ويزه باندى ايران ته راغلي او غواړى د ترميم لپاره نوم لينکه وکړي
سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.
دا چې د ترمین د اخیستلو مو ۱۶ میاشتې کېږي دا په رښتیا هم ډېره موده ده، اوس باید ځواب درته راغلی وی. خو لکه څنګه چې تاسو خبر یاست چې په تهران او اسلام اباد کې د کورنۍ د غړیو د راوستلو پروسه متاسفانه ډېر زیات وخت نیسي ځکه چې خلک ډېر دي او سفارتونه هلته متاسفانه ډېر په چټکۍ کار نه کوي. ترمین له یو کال څخه تر دوه نیمو کالو پورې وخت نیسي، خو تاسو ته ممکن په نږدې راتلونکي کې ځواب راشي نو باید خپله حوصله ونه بایلئ او په تمه پاتې شئ. په تهران کې د جرمني په سفارت کې د وخت نیولو لېنک زه دلته درته پرېږدم هیله ده چې مرسته به درسره وکړي.
https://www.visametric.com/iran/Germany/fa/p/rzro-krar-mlakat
که لا هم په دې اړه کومه ځانګړې پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.
په درنښت