سلامونه خدای تعالی دې وکړی چی روغ او جور اوسئ، زما پوښتنه داده چی یو کال مخکی می انټروی ورکړی له ماسره چی څه ملګرو انټروی ورکړی وه هغوی ټولو ته اسناد راغلل خو زه لا پاتی هیڅ مالومات نه کیږی، ايا زه وکیل ونیسم؟ زه اوس محال د انتیکراسیون کورس کی د بی ۱ درجی درس وایم ، زه څه وکړم یوه حل لاره راته راوښایی ډیره مننه.
Breadcrumb
- کور
- د استوګنې ...
- د استوګنې ...
- Aufenthaltsgenehmigung
ځوابونه (2)
Moderation
Shabir Salimi
• 8 میاشتې مخکې
سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې درته ښه راغلاست وایم.
متاسفانه په جرمني کې د کډوالو د بیروبار له امله د ځینې کسانو د انټریوګانو ځوابونه ډېر ځنډېږي یا هم ځینو کسانو ته انټریو ناوخت راځي دا ستونزه معمولي ده. دا چې ستا ملګرو ته ځواب راغلی دی، تشویش باید ونه کړئ تاسو ته هم حتمن ځواب راځي، متاسفانه تاسو په چا فشار نه شئ راوړلی چې ولې زما د انټریو ځواب نه راځي یوازینۍ لاره دا ده چې باید په تمه شئ.
که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.
په درنښت،
سلامونه او درنښت شبیر سلیمي صیب،
هیله ده چې روغ او جوړ به وې۔ زه یو لیکوال او د افغانستان په رسنیو کې په پخواني حکومت کې فعال وم، ما خپل ټول اړوند اسناد او فعالیتونه د noreply@haagermany.helpله لوري ور استولي ورستی لینک مې یوه میاشت مخکې واستاوه، نو اوس په تمه یم چې زما کیس به څنګه شي، په داسې حال کې ما په انګلیش کامنتونو کې ولوستل چې رد شوي کیس واله ته خبر نه ور کول کېږي، ایا دا لوی زیاتی نه دی، چې د دې پروګرام تر اخره دې سړی انتظار پاتې شي؟