المان د کورنی راتګ په اړه

almas@ • 10 سپتمبر 2023
1 comment
0 لایکونه

سلامونه او نیکی هیلی می و منی

له هر څه مخکی له تاسی ډیر مننه کوم چی د وطنوالو په چوپړ کی یاست

زه د هیسن ایالت مربوط هانو ښار یو هایم کی ژوند کوم څه وخت مخکی ماته د سوسیال اداری له خوا شپږ میاشتنی هوس وایس راکړل شوو چی ددی سند په اساس ماته د کار اجازه هم راکړل شوی ده

 اوس چی ما کار پیدا کړی دی ځینو خلکو راته وویل چی ته کار مه کوه

ځکه چی که ته کار شروع کړی بیا المان هیواد تا ته ستا کورنی نه راغواړی 

هیله ده په دی اړه وضاحت راکړی

مننه

ځوابونه (1)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.

که قبولي نه لرئ یوازې د کار اجازه لرئ او لا هم مو اخري ځواب له بمف څخه نه وي تر لاسه کړئ کار په قانوني لحاظ کولی شئ. خو که چېرې دری کلنه قبولي واخلئ تاسو باید په درېیو میاشتو دننه کې د خپل ښار له اسلنبهورډې ادارې څخه د کورنۍ د غړیو د راوستلو غوښتنه وکړئ‌ او هغوی پرته له دې چې تاسو کار ولرئ کنه یا هم کور ولرئ کنه په امتیازي توګه درسره دا مرسته کوي چې کورنۍ مو جرمني ته راولي خو که چېرې دا دری میاشتۍ موده له دری کلنۍ قبولۍ درباندې تېره شي بیا نو متاسفانه باید کار ولرئ او د کورنۍ د غړیو لګښتونه مو باید په خپله پوره کړئ او همدارنګه باید په کور کې دومره ځای ولرئ‌ چې هغوی له تاسو سره و وسېږي.‌ خو کار د دې لامل نه شي کېدلی چې تاسو ته مو کورنۍ رانه ولي دا په ټوله کې ناسمه خبره ده. د کورنۍ د غړیو راوستل ستاسو په حالت یې ستاسو د استوګنې په اجازې پورې اړه لري، په لومړي سر کې ستاسو په کار پورې هېڅ اړه نه لري.‌

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.
په درنښت

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.